په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر اډه راکټي بریدونه شوي، چې له امله یې یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې راپورونه وايي، دغه راکټي بریدونه عراق کې د امریکا پر تاج نومي نظامي اډه شوي دي.
راپورونه زیاتوي، چې پر دغه اډه ټول اتلس راکټونه لیګدلي، چې له امله یې یو امریکايي او یو برېتانوي سرتېری وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.
امریکا او برېتانیې په دې اړه تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي، واشنګټن او لندن هر څه په دقیق ډول څېړي او وروسته به په ګډه دریځ روښانه کړي.
تر اوسه د دغه بریدونو مسوولیت هم چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل