په بريتانيا کې د افغان تبعه فهيم ځاځي له خوا يوې خيريه موسسې د دغه هېواد شاهي مډال ګټلی دی.
دغې موسسې ته چې د بريتانيا په "والسال" ښار کې د ټولنيزو خدمتونو په برخه کې فعاليت کوي، د مډال ورکولو مراسم د ثور په ١١مه، د سه شنبې په ورځ د بريتانيا په شاهي ماڼۍ کې ترسره شول.
د بريتانيا شاهي کورنۍ دغه جايزه په دغه هېواد کې مېشت افغان ټولنيز فعال ته د هغه د ټولنيزو خدمتونو له امله ورکړه.
ښاغلي ځاځي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي چې "ډېر خوشحاله او ویاړم چې د خپلو ټولنیزو خدمتونو په خاطر د برتانیې د پاچا له خوا د برتانیې د امپراتورۍ د غړیتوب مډال ورکړم."
بايد يادونه وشي چې د برتانيې د شاهي کورنۍ جايزه (MBA) د دغه هېواد له معتبرو شاهي جايزو څخه ده، چې هر کال د برتانيا د شاهي کورنۍ له خوا ځينو مشهورو کسانو ته ورکول کېږي.
جمهورخبري آژانس