۲

طالبانو ته د یوه ترهګر لیک

سی شنبه ۲۶ جدی ۱۴۰۲ ساعت ۲۰:۵۰
طالبانو ته د یوه ترهګر لیک
طالبانو کرامو او ګرانو ترهګرو سلام وړاندې کوم، زه یو ترهګر یم، زه به خپله ترهګرۍ ویاړ کوم، ویاړ کوم چې شعیه ګان او روافیض وژنم، ننداره کوونکي انسانان مې و وژل، پنجشېریان او کولابایان مې و وژل، ښار کې ګرځېدونکې مېرمنې وژنو، او اوس په دغه لیک کې له خپلې ترهګرۍ په ویاړ یادونه کوم، موږ په دا ډول وژنو او دغه ډول جهاد چې کړی مو دی، ځان د جنت وړ بولو، نو پرېږدۍ چې موږ او تاسو ته ترهګر و وايي، موږ خپله هم ځان ته ترهګر وایو تر څو د دښمنانونو زړونه وچوي!
 
طالبانو کرامو او اعظمو ترهګرو! زه پر تاسو ویاړ کوم، چې یو هېواد مو فتح کړ او یو پنځه زره کلن تاریخ لرونکی هېواد په خپل واک کې لرۍ، پر ماڼیو او ارګ ناست یۍ امارت او حکومت کوۍ. ویاړ کوم چې له غارونو ماڼیو ته ورسېدۍ او په خپلو زړو او خاورینو څپلکو د عمارت او ادارو په سرو پرشونو ګرځۍ او له موتر سایکلونو و زرهې موټرو ته ورسېدۍ.
 
تاسو له باروتو ډکې ژړې بوشکې موږ ته په ویاړ بدلې کړې او اوس تاسو د امریکا په ټانګونو او زغروالو کېنۍ، د دغه عزت او واک د ساتنې لپاره باید ستاسو هر یو د باروتو ژړه بوشکه په خپلو کورنو کې د یادګار په توګه وساتۍ او دا لوی افتخار وساتۍ او خپلو راتلونکو نسلونو ته یې ولېږدوۍ.
 
تاسو د نړۍ د ترهګرو ویاړ یاستۍ، زه چې د هرې ترهګرې ډلې منځ ته ورغلی یم او په هره کچه مې چې وژنې، جګړې او وینې لیدلې، خو هېڅ یوه یې هم ستاسو په شان د هېواد او حکومت څښنتان نه شول، ان د عراق او شام دولته په هغه ټول ځواک او شدت سره د دولت خاوندان نه شول خو تاسو شوۍ. داعش اوس ستاسو تر سیوري لاندې ستاسو د چاودنو مجربو استادانو او ښوونکو په ویاړلې لار وژنو او ځانمرګو ته دوام ورکوي او ستاسو د وژنو مقدس بیرغ یې پورته ساتلی دی.

وینه باید تل وبهېږي او زموږ او تاسو د باور او عقیدې نیالګي باید تل د روافضو، مجوسیانو، سقاویانو او غیر طالبانو په وینا تازه پاتې او لوی شي. زه مننه کوم چې ستاسو تر حاکمیت لاندې مو هم د قتل او جهاد داعیه له یاده نه ده ایستلې، مننه چې جهاديان جوړوی، مدرسې جوړوی تر څو موږ د تل لپاره ژوندي پاتې شو او جریان پیدا کرو تر څو د کافرو خلکو وینې وبهوو، تاسو د تررو نسل ژوندی کړ، تاسو د دې لامل شوی چې کولابیان، راوفض، ښوونځي ویونکي او آزادۍ غوښتونکي له افغانستان څخه وتښتي، کورونه، ځمکې او موټر یې موږ او تاسو ته پاتې شي او تاسو د دې موجب شوی، چې زموږ زرګونه ترهګر په اوغانستان کې د کورنو، مفت جایداد، ثروت او درناوي وړ شي.

تاسو پر موږ ډېر ګران یاستسي، له تاسو مننه چې د مېرمنو سرونه برقو کې ننباسۍ او دغه کمزورې زندان ته وړی، د پوهنتون او آزادۍ غوښتونکو نجونو ځای زندان دی، لوستې مېرمنې د ټولنې د بې لارۍ او ضلالت سبب ګرځي، که چېرې دا کمزورې پوهنتونو ته ولاړې شي د خلکو ایمانونه او عقیدې کمزورې کېږي، دین له منځه ځي، اسلامي امارت دوام نه شي کولی او زموږ او تاسو حنیفیه ښوونځي سستتېږي او تاسو ترهګر پر دې ښه پوه او پوهېږۍ. که چېرته دا مېرمنې اصلاح نه شوې ځان ته یې نکاح کړۍ او دا ډېر ګټور دی،  زره د ترهګرۍ نړۍ د یوه کوچیني شاګرد په توګه له تاسو مننه کوم چې شعیه روافض مو له ادارو و ایستل او داسې بلا مو پرې راوړې، چې ان په خپل رعیت والي باندې هم ویاړي، او پوهېږم چې تاسو هم پوهېږۍ چې دوی له اوغانیستان څخه نه دي او جرړې یې له منځه یووړل شوې، باید ماشومان یې په زېږتونونو کې و وژل شي، باید تنکي ځوانان یې په ښوونځیو کې و وژل شي، باید ځوانان یې په پوهنتونو، کلوبونو کې او د دغه مشرکینو او روافیضو نر او ښخې په جوماتونو کې و وژل شي، باید له دوی جزیه واخیستل شي، باید له دوی څخه یې علم، ښوونځۍ، مدرسه، پوهنتون، کتاب، فرهنګ او تجارت واخیستل شي، پوهېږم چې تاسو ډېر نازک، ورو او په هوښیارۍ ګامونه اخلۍ، چې نه خپله پوه شي او نه یې هم باداران هوښيار شي.

باید د کولاب خلک له خپلو کورونو او کلیو و ایستل شي او و وژل شي، او سقاو زاده ګان باید زنداني او بندیان شي چې تر څو ژوندي دي نور د قدرت، پادشاهۍ او په نظام کې د شراکت دعوه ونه کړي، تاسو د ټولو عالم د ترهګرو ویاړ یاستی، پوهېږۍ ولې؟ ځکه هم مو خپل دښمن ته ماته ورکړه او هم ډالرې ترې اخلۍ، تاسو د ترهګرۍ ادبیاتو ته بدلون ورکړ او نړۍ ته مو جوته کړهو چې باید ترهګرو ته درناوی ولري، پیسې او زر ورکړي، عذر وکړي او موږ او تاسو ته خم شي، تاسو موږ ته شخصیت راکړ، تاسو موږ ته پیسې راوړې، تاسو موږ ته غرور راکړ او خوښ یو چې دوست او دښمن مو تر ته ملا ماتي شي، تر څو ستاسو درناوی وکړي او ګاونډیان تر نورو ډېر درته خم کېږي او تر تاسو ډېر حساب وړي، البته پروا نه کوي چې تاسو امریکا او انګلیس ته سر ټيټي یاستي، ولې موږ ستاسو په همدې سر ټیټۍ ویاړو، د مردای یوه لار سر ټيټي ده.

کافرانو ته سر ټیټي که په اوونۍ کې څلوېښت یا شپېته میلیون ډالر له اشغالګرو، مشرکینو او امریکا څخه واخلو عین عزیت او زموږ او تاسو سرلوړي ده، اوس چې موږ او تاسو کفري نظام نسکور کړ او اوس چې پوه شو چې موږ او تاسو څومره زور لرو، نو خبیثانو او خنځیرانو ته عذر کول هم ډېر ثواب لري او هم ډېره ګټه، موږ او تاسو اوس باید یو کار وکړو چې امریکا له موږ راضي وي، اوس د الله متعال رضا د امریکا په رضا کې ده، خدای خو تل شته، ولې دا مهال پسې ډېرې مهمې دي، د کافرانو مرستې مهمې دي، امریکا پیسې رالېږي، مرستې رالېږي او موږ او تاسو یې په خپلو منځونو کې سره وېشو؛ فالله خیرالرازقین چې وايي موخه یې همدا ده، تاسو زموږ او د ټولو عالم د ترهګرو لارښود او نمونه یاستې، چې رازده مو کړل چې څه ډول د خلکو په منځ کې ځانمرګی وکړو او څه ډول د هزاره ګانونو سرونه له تنو جلا کړو، څنګه د مجوسو او روافیضو جوماتونه او مکتبونو کې چاودنې وکړو او څنګه خلک و ویني، چې په زړونو یې داغ کېښودل شي او څه ډول امیدواره مېرمنې په زېږنتونونو کې و وژني تر څو د هغوی له نس څخه یو بل ګناه ګاره ماشوم ونه زېږي.

تاسو فریښتې یاستی چې خلک د بمونو او فدايي ځانمرګو په واسطه ډلې ډلې د جنت لور ته روانیوی، تاسو د جنت کیلي لرونکی یاستی، تاسو د جنت د هورو د واک لرونکی یاستی، تاسو له اخلاص نه ډک انسانان یاستی، چې زموږ نسل ته مو د جنت له حورو سره د غېږې ورکولو کیلیانې راکړۍ او لا مو هم د نورو زیاتو فدايي ترهګرو لپاره دغه کلیانې ساتلې دي، تاسو موږ ته ډېر ګران یاستۍ، تاسو زموږ قبلیوي دودونه ژوندي کړل، تاسو زموږ قوم ژوندی کړ، تاسو زموږ افغانیت ژوندی کړ، الته موږ اسلامیت نه ردوو ولې افغانیت تر لوړ ګڼو، افغانیت موږ ته ډېر ځواک راکړ تر څو کولابیان، شعیه ګان او ګیلم جم، او سقاویان خپل رعیت کړو او زموږ او تاسو له اوغانستان څخه یې تېښتې ته اړ کړو، تاسو د رافضي فردوسي او مجوسي مولانا، حافظ او سعدي باد خوړونکي او د فارس د زرګونو مشرکنیو ژبه له افغانستان څخه لاندې کړه او له منځه به یې یوسۍ، او د پارسي او فارسیانو پر ضد جهاد کوي، کله چې امیر هیبت الله حفظ الله د عفوې عمومي فرمان صادر کړ، دېر جګرخون شو، ډېر ناارامه شوم، ولې وروسته پوه شو، چې څنګه چل مو وکړ، چې پخواني نظامیان او زموږ د ښمنانان له کورونو راباسي او وژنی یې او څرنګه زموږ د ښمنان یو یو زندان ته روانوی او بد یې ترې تر ناتار ډزو لاندې وژنۍ، تاسو هغه مېرمنې چې عفوه کړې مو دي، لمس کوۍ په سینو او جنسي آلو یې لاس وهۍ تر څو هم تاسو ته ثواب شي او هم هغوی ادب شي، تاسو یو نوی دین راوړی؛ د امارت او ترور دین. تاسو نوی جهاد راوړی او دا مو اړینه وبلله چې اشدا علي الاسلام و رحما علی الکفار و اوسو، او موږ ویاړو چې ستاسو د دین لارویان یو او ستاسو د حکومت رعیت یو، په پای کې پرېږدۍ چې زموږ او تاسو له همکارانو هم مننه وکړم: له حامد کرزي څخه چې موږ یې په ورورۍ قبول کړو او زموږ په حق کې یې ورورولي بشپړه کړه او پرېنښودو چې موږ و وژل شو. له اشرف غني څخه چې د خپل قوم او قبیلې حق یې پر ځای کړ او افغانیت ته یې پر اسلامیت لومړیتوب ورکړ او زموږ او تاسو زرګونه بندیان یې له زندانونو خوشي کړل او وروسته یې زرګونه سرتېري او اردو سره وپاشله او لاره یې موږ او تاسو ته یې لار پرانسته.
 
کرزی او اشرف غني زموږ او تاسو د سترګو تور دي، موږ او تاسې باید د جمهوریت د فاسدو مشرانو درناوی وکړو، چې پیسې یې راټولې کړې او ښځې یې وکړې، تر څو موږ او تاسو وکولی شو، په ارامه جهاد او په ارامه خبرې اترې او مفاهیمه وکړو، موږ له تاسو هیله کو چې هغه کوپي سري بېرته راوړلی او چوکۍ ورکړي تر څو بېخي د خلکو له سترګو څخه ولوېږي.
 
موږ ترهګر باید له خلیل زاد نه د خپل ملاتړي په توګه مننه وکړو چې حکومت یې موږ او تاسو ته را تسلیم کړو، په لویه جرګه او یا هم د علماوو شورا په غونډه کې باید د اوغاني ترهګرو د اتل لقب ورکړو او د هغه په نوم د ترهګرۍ یو ملي مډال ونومو، موږ او تاسو باید له نیکټايی لرونکو ترهګرو څخه هم مننه وکړو، چې له اورپا او امریکا څخه یې موږ او تاسو ته خدمت کوي او د امارت او اوغانیت بیرغ پورته کوي هغوی زموږ د سترګو تور دي، ښځې یې هم مجاهدینې دي او په رقاص خونو کې یې ګډا هم د موږ او تاسو لپاره عین جهاد دی، په پای کې تاسو ته یوه نصیحت هم لرم، زموږ او تاسو د وینې او ایمان وروڼه لکه ټي ټي پي، القاعده، جندالله او انصارالله هم په خپل تخرګ کې ونیسي او وروسته اسلام آباد هم فتحه کړۍ او وروسته د پاکستان اټومي وسلې خپلې کړي، کله مو چې اټومي وسلې تر لاسه کړې، بیا به نړۍ او ګاونډیان هم پوه شي، چې یوه یوه زغاله څو فتیرې کېږي.

په درناوي – د ترهګرۍ ضد یو مدني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي