۰

امریکا منځني ختیځ ته تر ۳.۵ زره سرتېري لېږي

شنبی ۱۴ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۷
عراق کې د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د قوماندان سردار قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته امریکا پتیلې، چې منځني ختیځ ته تر درې نیم زره پورې سرتېري واستوي.
امریکا منځني ختیځ ته تر ۳.۵ زره سرتېري لېږي
عراق کې د امریکا په هوایي برید کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د قوماندان سردار قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته امریکا پتیلې، چې منځني ختیځ ته تر درې نیم زره پورې سرتېري واستوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې که څه هم امریکايي چارواکو ویلي دغه شمېر سرتېري د سلیماني د وژنې په ځواب کې نه لېږي، خو داسې ښکاري، چې امریکا دغه کار په منخني ختیځ کې د دوی پر وړاندې د احتمالي ګواښونو له امله تر سره کوي.

د امریکا دفاع وزارت یو چارواکي ویلي چې د قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته له ایران سره د را ولاړې شوې لانجې په درشل کې امریکا منځني ختیځ ته زرګونه اضافي سرتېري لېږي.

راپورونه وايي، چې د دغو سرتېرو لومړۍ ډله کویټ ته ځي او تر هغې وروسته به شپېته ورځې په منځني ختیځ کې له خپلو ۶۵۰ ملګرو سره چې له پخوا راهیسې هلته دېره دي، دنده ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکايي رسنیو تر دې مخکې ویلي وو، چې دغه سرتېري د تیارسۍ په حال کې دي چې د اړتیا په وخت کې به سیمې ته ولېږل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي