۰

امریکا: له عراق څخه د ځواکونو د ایستلو هېڅ اراده نه لري

سی شنبه ۱۷ جدی ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۱
سره له دې چې د عراق پارلمان له هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تصویب کړې، خو امریکا وايي، دوی له عراق څخه د ځواکونو ایستلو هېڅ اراده نه لري.
امریکا: له عراق څخه د ځواکونو د ایستلو هېڅ اراده نه لري
سره له دې چې د عراق پارلمان له هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو پرېکړه تصویب کړې، خو امریکا وايي، دوی له عراق څخه د ځواکونو ایستلو هېڅ اراده نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عراق پارلمان د تېرې یکشنبې په ورځ له خپل هېواد څخه د امریکایي ځواکونو د سمدستي ایستلو پرېکړه تصویب کړه.

عراق دغه کار د امریکا له خوا د عراق په خاوره کې د ایران د سپاه پاسداران د قدس څانګې د مشر قاسم سلیماني تر وژل کېدو وروسته وکړه.

د عراق پارلمان وایي، په سیمه کې د امریکا شتون وضعیت پېچلی کړی او د هېوادونو تر منځ یې ناندرۍ زیاتې کړې دي، نو ځکه نور باید سیمه پرېږدي.

خو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د عراق پارلمان د دغه پرېکړې په غبرګون کې دغه هېواد ته د سختو بندیزونو خبرداری ورکړی دی.

له دې سره تر څنګ د امریکا دفاع وزیر مارک اسپېر ویلي، دوی له عراق څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو هېڅ ډول پلان نه لري.

د امریکا دفاع وزیر دغه څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې راپورونو کې ویل شوي، ګڼې امریکا عراقي چارواکو ته په یوه لیک کې خبر ورکړی، چې په هغه هېواد کې مېشتو امریکايي سرتېرو موقعیت بدلوي تر څو وتلو ته چمتو شي.

خو د امریکا دفاع وزیر د دغه لیک په اړه بې خبري ښودلې وايي، نه پوهېږي دا لیک د څه شي دی او کوښښ کوي، معلومه کړي، چې دا لیک د کومه شو.

مایک اسپر ټینګار وکړ، چې د عراق نه د امریکایي عکسرو د ایستلو لپاره هیڅ کومه پریکړه نه ده شوې.

په ورته وخت کې د امریکا د وسله وال پوځ لوی درستیز جنرال مایک میلي هم دغه لیک رد کړی وایي، امریکا له عراقه د ځواکونو د ایستلو هېڅ پلان نه لري.

که څه هم امریکایي چارواکي له دغه لیک څخه بې خبري ښيي او ردوي یې خو د عراق د پوځ یوې سرچینې ویلي یو لیک ورته رسېدلي او دا لیک بغداد کې د عراق د دفاع وزارت د ګډو عملیاتو څانګې ته لیکل شوی دی.

په لیک کې دا هم لیکل شوي چې په عراق کې میشت د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکون به د وتلو لپاره د هیلوکوپترو نه کار اخلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي