د طالبانو سترې محکمې اعلان وکړ چې په خوست ولايت کې يې پنځه تنه د لوټمارۍ او اخلاقي فساد په تور په دورو محکوم کړي دي.
دغې محکمې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې دغه کسان د چهارشنبې په ورځ د ثور په پنځمه د خوست ولايت په اسماعيل خېلو ولسوالۍ کې د عامو خلکو په وهلو ووژل شول.
د اعلامیې پر بنسټ، له دغو کسانو څخه یو یې په ۳۹ دُرو او پنځه کاله بند، بل یې په ۳۹ دُرو او درې کاله بند، درېیم او څلورم کس له اتو میاشتو بند او ۳۰ دُرو او پنځم کس په ۳۹ دُرو په وهلو او څلور کاله بند محکوم شوي دي.
په همدې حال کې دغې محکمې په غزني کې د غلا په تور درې تنو ته د اعدام سزا اورولې وه.
جمهورخبري آژانس