د ۲۰۲۴ کال د مطبوعاتو د ازادۍ نړیوال شاخص ښيي چې د طالبانو تر ولکې لاندې افغانستان ۲۶ مقام ته راښکته شوی او په ۱۷۸ ځای کې دی.
د دې طبقه بندي پر بنسټ، چې د جمعې په ورځ (د ثور ۱۴) د بې سرحده خبريالانو له خوا د مطبوعاتو د ازادۍ د نړيوالې ورځې په مناسبت اعلان شوه، د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان د رسنيو د محدوديتونو له بد حالت سره مخ دی.
د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې افغانستان د ۱۹.۹ نمرو په لرلو سره د نړۍ د ۱۸۰ هېوادونو په ډله کې ۱۷۸ ځای لري او د تېر کال په پرتله ۲۶ مقام کم شوی دی.
راپور زیاتوي، چې شمالي کوریا تر افغانستان وروسته ۱۷۷ ځای لري او سوریه او اریتریا له افغانستان وروسته د جدول په پای کې دي.
دا څلور هیوادونه د جدول په پای کې د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه تر ټولو بد هیوادونه بلل کیږي.
سره له دې، ناروې، ډنمارک او سویډن په ترتیب سره هغه درې هیوادونه دي چې د مطبوعاتو د ازادۍ له پلوه د نړۍ د جدول په سر کې دي.
په همدې حال کې افغانستان تېر کال ۱۵۲ ځای درلود.
بې سرحده خبريالان وايي، د طالبانو له راتګ وروسته افغانستان ۴۴ درجې ته راښکته شوی، چې د خبريالانو ځورولو ته دوام ورکوي.
جمهورخبري آژانس