۰

ذکیه وردګ هند ته د سرو زرو د قاچاق له تورنېدو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه

شنبی ۱۵ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۳۷
ذکیه وردک، د طالبانو پلوه ډیپلوماتې چې د هندي پولیسو لخوا د سرو زرو په قاچاق تورنه شوې وه، له خپلې دندې (ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسل) استعفا کړې ده.
ذکیه وردګ هند ته د سرو زرو د قاچاق له تورنېدو وروسته له خپلې دندې استعفا وکړه
ذکیه وردک،(ممبۍ کې د افغانستان جنرال قونسله) چې طالب پلوه ډیپلوماته وه، د هندي پولیسو لخوا د سرو زرو د قاچاق له تورېندو وروسته له خپلې دندې استعفا کړې ده.

مېرمن وردک د خپل استعفا لیک متن نن د ثور په ۱۵ مه په خپله ایکس پاڼه کې خپور کړی دی.

د مېرمن وردک د استعفا لیک په متن کې ویل شوي چې نوموړې په تېر کال کې تل د محرمیت او بدنامۍ له بریدونو سره مخ شوې ده.

هغه زیاته کړه، "زه په ډېره خواشینۍ یم چې د افغانستان په ډیپلوماتیک نظام کې د یوازینۍ ښځې په توګه د دې موقف د ساتلو لپاره د رغنده ملاتړ د ترلاسه کولو پر ځای، زه د ویجاړولو په هدف د منظمو بریدونو هدف وم."

په همدې حال کې هندي رسنیو نن سهار خبر ورکړی، چې د دغه هېواد پولیسو له مېرمن وردک څخه ۲۵ کیلو ګرامه سره زر هغه مهال نیولي، چې له دوبۍ څخه ممبۍ ته تللې وه.

د هند پولیسو ویلي چې د دې ښځینه دیپلوماتې د قاچاق یوه قضیه یې تنظیم کړې چې د طالبانو ملاتړ کوي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي