راپورونه وايي، د عراق پلازمېنه بغداد کې د افغانستان په سفارت کې اور لګېدلی وو چې د ژغورنې ډلې له خوا ژر کابو شوی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون چهارشنبې د چنګاښ ۱۳ مه مازیګر مهال رامنځ ته شوې او عراقي امنیتي سرچینو یې هم پخلی کړی دی.
سرچینې زیاتوي، چې اورلګېدنه په سفارت کې د سونتوکو د موجودیت او همدا راز په دغه سفارت کې د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې ده.
عراقي امنیتي سرچینې وایي دوی له کمې مودې وروسته په دې بریالي شول چې په سفارت کې لګېدلی اور کابو کړي.
دې پېښه کې چا ته ځاني زیان نه دی اوښتی خو دا چې مالي زیان یې څومره دی په دې اړه هم معلومات نه دي ورکړل شوي.
جمهورخبري آژانس:کابل