نړیوال بانک اعلان کړی چې له اقتصادي بحران سره د مبارزې او د ژوندانه د پروژو د پلي کولو لپاره یې له افغانستان سره ۸۴ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.
دغه بانک تېره شپه د غوايي په ١١مه، اعلان وکړ، چې د دې مرستو ٧٠ ميليونه ډالره به د افغانستان د وجهي صندوق او د نړيوالې پراختيايي ټولنې له لارې په افغانستان کې د معيشتي پروژو د پلي کولو لپاره ولګول شي.
د نړیوال بانک د افغانستان د څانګې مشرې میلندا ګوډ وویل، نړیوالې پراختیايي ټولنې په تېرو ۱۸ میاشتو کې د کارموندنې په برخو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د ښځو لپاره د دې پیسو د لګولو لپاره ځانګړی او اغېزمن چوکاټ چمتو کړی دی.
هغه زياته کړه، چې په دې مالي مرسته به د افغانستان په شپږو ولسواليو او ٢٦ ولايتونو کې افغانانو ته خدمات وړاندې کړي.
د هغه په وينا، "د نوي تمويل سره، دا پروژه به په کليو او ښاري سيمو کې خپل فعاليتونه نور هم زيات کړي، د ښځو لپاره به د ژوند زمينه برابره کړي، او افغان راستنېدونکو ته به د کار او خدماتو زمينه برابره کړي."
د نړیوال بانک په اعلامیه کې راغلي چې دا پروژه په ۲۰۲۲ کال کې د نړیوال بانک د ۲۶۵ میلیونه ډالرو په مرسته د افغانستان په کلیو او ښاري سیمو کې پیل شوه.
ویل کیږي چې د دې پروژې له لارې به څه باندې ۷۷۶ زره افغان کورنیو ته لنډ مهاله کار پیدا کړي.
په اعلامیه کې همدا راز راغلي چې د دغې پروژې له لارې په افغانستان کې د ښځو په ګډون ۹۲۲۰۰ زیانمنې شوې کورنۍ نغدي او غیرې نغدي مرستې ترلاسه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې نړیوال بانک د طالبانو تر واکمنۍ وروسته خپلې ټولې پروژې بندې کړې وې. خو په دې وروستیو کې ځینې یې بیا پیل شوي دي.