داعش ډلې د هرات د ګذرې ولسوالۍ په محمدیه ښارګوټي کې پر شیعه ګانو د برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
داعش تېره شپه د غوايي په ١١مه، دغې ډلې د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دې ډلې جنګياليو په هرات کې پر شيعه عبادت کوونکو بريد کړى دى.
داعش ډلې په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي.
د يادونې وړ ده، چې د دوشنبې په ورځ د ثور په لسمه نېټه د ګذرې ولسوالۍ په محمديه ښارګوټي کې د امام زمان جومات مخې ته نامعلومو وسله والو پر لمونځ کوونکو ډزې کړي، چې له امله يې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷ تنه وژل شوي دي. او څو تنه نور ټپیان شول.
جمهورخبري آژانس