۰
عراق:

د اعتراض کوونکو مرګ ژوبله ۱۴۴۲ تنو ته ورسېده

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۲
په عراق کې د لاریون په ترڅ کې د وژل شویو او ټپي شویو اعتراض کوونکو او حکومتي ځواکونو مرګ ژوبله ۱۴۴۲ تنو ته ورسېده.
د اعتراض کوونکو مرګ ژوبله ۱۴۴۲ تنو ته ورسېده
په عراق کې د لاریون په ترڅ کې د وژل شویو او ټپي شویو اعتراض کوونکو او حکومتي ځواکونو مرګ ژوبله ۱۴۴۲ تنو ته ورسېده.

د جمهور آژنس د خبر له مخې د عراق د پلازمېنې بغداد او نورو ښارونو په لارو او سړکونو کې له تېرې سې شنبې راهیسې د حکومت ضد لاریونونه پیل شوي چې وروسته بیا نورو ښارونو ته هم وغځېدل.

راپورونه وایي، په دغه لاریون او اعتراض کې ۴۲ تنه وژل شوي او د حکومتي ځواکونو په ګډون ۱۴ سوه نور ټپیان شوي دي.

روغتیايي کارکوونکي وايي، تازه مرګ ژوبله په نصیریه ښار کې چې د بغداد جنوب ته په ۳۲۰ کیلومترۍ کې پروت دی او د تاوتریخوالي تر ټولو زیاتې پېښې په همدې ښار کې شوي رامنځته شوې ده.

راپورونه وایي، په نصریه ښار کې د دغه تازه تاوتریخوالي له امله د یوه پولیس په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي دي.

په ورته وخت کې د عراق لومړي وزیر عادل عبدالمهدي ویلي، د فساد د پایته رسولو لپاره د لاریون کوونکو غوښتنه پرځای ده.

نوموړي په تلوېزیوني وینا کې زیاته کړې، د لاریونوالو ټولې غوښتنې برحقې دي او و به منل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي