د عراق یوې امنیتي سرچینې تایید کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو یوه بې پیلوټه الوتکه د عراق په لوېدیځ الانبار کې لوېدلې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې ویلي، دغه الوتکه چې د څار په موخه پورته شوې وه، د پلازمېنې بغداد ختیځ ته د الانبار په هیت ولسوالۍ کې لوېدلې ده.
سرچینې ویلي، الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې او چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
امریکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهور خبري آژانس: نړیوالې چارې