عراق کې د امریکا یوه بې پیلوټه الوتکه لوېدلې ده

15 جدی 1398 ساعت 10:12

د عراق یوې امنیتي سرچینې تایید کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو یوه بې پیلوټه الوتکه د عراق په لوېدیځ الانبار کې لوېدلې ده.


د عراق یوې امنیتي سرچینې تایید کړې، چې د امریکا متحده ایالاتو یوه بې پیلوټه الوتکه د عراق په لوېدیځ الانبار کې لوېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې ویلي، دغه الوتکه چې د څار په موخه پورته شوې وه، د پلازمېنې بغداد ختیځ ته د الانبار په هیت ولسوالۍ کې لوېدلې ده.

سرچینې ویلي، الوتکه د تخنیکي ستونزې له امله لوېدلې او چا ته په کې مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

امریکايي ځواکونو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهور خبري آژانس: نړیوالې چارې
 


د مطلب کود: 123756

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/123756/

جمهور
  https://www.jomhornews.com