ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عباس عراقچي له طالبانو سره د خبرو راپور د ولسمشر غني سره شریک کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عراقچي نن شنبې د مرغومي ۱۵ مه له غرمې وروسته کابل ته راغلی او لومړی ورسره خپل افغان سیال وکتل.
تر دې وروسته ولسمشر غني په ګلخانې ماڼې کې له عراقچي سره کتلي او د افغانستان پر سوله او یو لړ نورو مهمو موضوعاتو یې خبرې کړي دي.
له ولسمشرۍ ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي دواړو لورو د دولت په دولت هراړخیزه اړیکو د ارزښت، د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې او چابهار بندر څخه د غوره استفادې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، طالبانو سره د ایراني چارواکو د وروستیو کتنو په اړه ولسمشر غني ته راپور ورکړ.
سرچینه زیاتوي، عراقچي د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې د تداوم په اړه د خپل دولت د تعهد د دوام ډاډ ورکړ.
خبرپاڼه وايي، دغه راز په دې کتنه کې د موثرو پایلو د ترلاسه کولو په موخه په ټولو ابعادو کې پر لازیاتې کاري همغږۍ هم ټینګار وشو.
جمهورخبري آژانس:کابل