عراق کې د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر یوې پوستې په موټر بم ځانمرګي برید کې ۲۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه برید نن چهارشنبې د وږي ۷ مه د عراق لوېدیځ ته په انبار ولایت کې رامنځ ته شوی دی.
د انبار والي ویلي، برید د موټر بم په واسطه د امنیتي ځواکونو د تلاشۍ پر پوسته شوی، چې په کې ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
نوموړي په دې اړه نور جزیات نه دي ورکړي او نه هم د برید مسؤولیت تر اوسه کومې ډلې پر غاړه اخیستی دی.
باید و ویل شي، چې عراقي ځواکونو په تېره ډسمبر میاشت کې په انبار ولایت کې داعش ډله وځپله، خو له هغې راهیسې داعش په دې ولایت کې ځانمرګي بریدونه او هدفي وژنې کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل