په پنجشېر کې ځايي سرچينې وايي، چې د دغه ولايت په عناب ولسوالۍ کې د تندر د لګېدو له امله يوه مېرمن وژل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د جمعې په ورځ د ثور د مياشتې په اوومه نېټه د پنجشېر ولايت د عناب ولسوالۍ په ابدره کلي کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې دغه مېرمن له کوره بهر په کار بوخته وه، چې برېښنا پرې شوې ده.
په ننګرهار ولايت کې پرون دبريښنا دچاودنې له امله يو تن ووژل شو .
دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو دوو ورځو راهیسې د هېواد په ډېری ولایتونو کې د ورښتونو او ورښتونو اټکل شوی دی.
جمهورخبري آژانس