۰

طالبان: په افغانستان کې د لویو پروژو پلی کولو ته اړتیا لرو

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۲:۰۵
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی د ملګرو ملتو د مالی او اداری مشورتی کمیټې له غړیو سره چې د مختلفو هیوادونو له ۲۱ غړیو سره جوړه شوې وه، وویل چې دغه ډله په افغانستان کښې د سترو پروژو د پلې کولو ضرورت لری.
طالبان: په افغانستان کې د لویو پروژو پلی کولو ته اړتیا لرو
د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوی امیر خان متقی د ملګرو ملتو د مالی او اداری مشورتی کمیټې له غړیو سره چې د مختلفو هیوادونو له ۲۱ غړیو سره جوړه شوې وه، وویل چې دغه ډله په افغانستان کې د سترو پروژو د پلې کولو ضرورت لري.

د طالبانو د ډلې د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد نن چهارشنبه (غوايي ۱۹) په خپله اېکس پاڼه لیکلي: له کلونو جګړو او بې ثباتۍ وروسته اوس د سیمې د اقتصادي پروژو لکه ټاپي د پیلولو مناسب وخت دی. کاسا – یک هزار او افغان ټرانس ریل پټلۍ او نورې پروژې باید په افغانستان کې پلې شي.

نوموړي ویلي، د طالبانو حکومت نه غواړي چې افغانان په اوږدمهال کې د نورو پر بشري مرستو تکیه وکړي، خو اړتیا ده چې داسې پروژې پلې شي چې د افغانستان اقتصاد په خپلو پښو ودریږي.

په مالي او اداري چارو کې د ملګرو ملتونو د مشورتي کمېټې مرستیال امجد قاید احمد الکومیم وايي، له کابل وروسته به ولایتونو ته سفرونه وکړي څو د افغانستان وضعیت له نږدې وګوري او په دې برخه کې خپل وړاندیزونه اړوندو چارواکو ته وړاندې کړي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي