۰

په بدخشان کې چاودنه شوې

چهارشنبه ۱۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۵۸
د بدخشان ولایت امنیتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې یې د یوې چاودنې غږ واورېد.
په بدخشان کې چاودنه شوې
د بدخشان ولایت امنیتي سرچینې وايي، چې د دغه ولایت په مرکز فیض اباد ښار کې یې د یوې چاودنې غږ واورېد.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه چاودنه نن چهارشنبه د ثور په ١٩مه، شاوخوا ١١:٤٠ بجې د فيض اباد ښار د درېيمې ناحيې اړوند د "پل جوزون" په سيمه کې شوې ده.

سرچينې زياته کړې، چې له چاودنې وروسته د ډزو غږونه هم اورېدل کېږي.

په طبیعت کې د دې چاودنې هدف او مرګ ژوبله نه ده معلومه.

ويل کيږي چې طالبانو سيمه کلابنده کړې ده او چاته د راتلو او تګ اجازه نه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د بدخشان د اوسېدونکو او طالبانو تر منځ پراخ ترینګلتیا رامنځ ته شوې ده.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي