یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو اداره وايي، طالبانو د دې ډلې د مشر د بښنې له ژمنې سره سره د تېر حکومت د چارواکو او سرتېرو نیولو، شکنجه کولو او وژلو ته دوام ورکړی دی.
دغې ادارې د روان کال له جنورۍ څخه تر مارچ میاشتې پورې په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه یو راپور خپور کړی او ویلي یې دي چې په دې موده کې لږ تر لږه ۳۸ د زورواکو د نیولو، ۱۰ د شکنجې، د ناوړه چلند او لفظي ګواښونو او لږ تر لږه ۳۸ پېښې ثبت شوې دي. د قتل څلور قضيې د تېر حکومت د چارواکو او دفاعي او امنيتي ځواکونو په غير قانوني توګه ثبت شوې دي.
د دغه بنسټ په وینا، طالبان هره اونۍ د افغانستان په یوه ولایت کې لږ تر لږه یوه د عامه مجازاتو یوه قضیه ترسره کوی.
د یونما د څپرکي په راپور کې راغلي، چې د جنورۍ له شپږمې تر ۱۱مې په کابل کې د چاودنو په پېښو کې ۷۹ ملکي وګړي وژل شوي یا ټپیان شوي دي.
بل خوا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر مرستیال وايي، په افغانستان کې رسنۍ او خبریالان په یوه ننګونکي چاپیریال کې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکوي.
د دې راپور له مخې، د طالبانو له خوا د یو لړ محدودیتونو او د خپل سري توقیف د خطر سربیره، رسنۍ هم د پام وړ مالي ننګونو سره مخ دي.
یوناما همداراز یادونه کړې چې په افغانستان کې سږنی ښوونیز کال په لیسو کې د ښځینه زده کوونکو له شتون پرته پیل شو، ځکه د طالبانو چارواکو د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی دی.
جمهورخبري آژانس