د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې په هرات ولایت کې یې د قزاقستان د سوداګرۍ خونه پرانیستله.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت نن سه شنبې د غوايي ۱۸ مه د دغه وزارت د مشر نورالدین عزیزي له قوله ویلي، چې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې پرانیستل په افغانستان کې یو مثبت او ګټور ګام دی، چې د طالبانو او قزاقستان ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا او پراختیا ښي.
عزیزي ویلي، په ۱۴۰۲ کال کې د قزاقستان په استانه ښار کې د سوداګريزو اړيکو کنفرانس، دوه اړخيزو سوداګريزو غونډو او د افغاني محصولاتو او توليداتو په نندارتون کې د ګډون په موخه د افغان رسمي پلاوي او خصوصي سکټور د سفر په پايله کې د افغانستان او قزاقستان په سوداګرس او اړیکو کې زیاتوالی راغلی.
په افغانستان کې د قزاقستان د سوداګرۍ خونې مشر ارمان یوسینتایف وویل، د افغانستان د سوداګرۍ خونې په پرانیستلو کې د قزاقستان جمهوریت هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د حجم او ارزښت لوړول دي.
هغه زیاته کړه چې د قزاقستان جمهوریت لېواله دی چې د طالبانو له امارت سره سوداګریزې اړیکې پراخې کړي.
جمهورخبري آژانس