لکه څنګه چې "د مطبوعاتو د ازادۍ نړیواله ورځ" نږدې کیږي، د افغانستان د خبریالانو مرکز وايي چې پر رسنیو د طالبانو بندیزونه د هیواد لپاره منفي پایلې لري.
دغه بنسټ نن پنجشنبه د ثور ۱۳ مه د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۳ کال له مۍ میاشتې څخه تر اوسه پورې په هېواد کې رسنۍ او خبریالان د تیرې مودې په پرتله د خپلو اساسي او قانوني حقونو د ازادۍ او له حقونو څخه د برخمن کیدو په برخه کې له زیاتو محدودیتونو سره مخ شوي دي. ، او د دوی حقونه په پراخه کچه تر پښو لاندې کیږي.
د اعلامیې له مخې، طالبانو د افغانستان د بیا واک تر لاسه کولو وروسته په هېواد کې د رسنیو د قانون پر ضد لږ تر لږه ۱۷ فرمانونه صادر کړي دي.
اعلامیه زیاتوي، چې په تېر کال کې د رسنیو او خبریالانو له ازادۍ څخه د سرغړونې ۱۳۶ پېښې شوي، چې ۷۳ یې د ګواښونو او ۶۴ د طالبانو له خوا د خبریالانو د نیولو پېښې دي.
د دغه بنسټ په وینا اوس د طالبانو د استخباراتو ریاست ترڅنګ د دې ډلې د منع او ممنوعیت ریاست هم د خبریالانو احضار، پوښتنې او ګروېږنې کوي.
جمهورخبري آژانس