ځايي سرچينې وايي، په سمنګانو ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ۲۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه پېښه نن پنشنبه د ثور په ١٣مه، د بلخ – صوف دره پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې پېښه کې ٥ کسان وژل شوي او ٢١ نور ټپيان دي.
روغتيايي چارواکو په دې پيښه کې د ځينو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى.
ویل شوي، چې دا پېښه د سړک د خرابوالي او د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د پېښې په قربانيانو کې يو شمېر ماشومان او ښځې هم شاملې دي.
جمهورخبري آژانس