۰

ملاعبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له استازې سره لیدلي دي

چهارشنبه ۳۱ سنبله ۱۴۰۰ ساعت ۰۸:۳۲
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي دي.
ملاعبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو له استازې سره لیدلي دي
د افغانستان د اسلامي امارت د رییس الوزرا دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاینز سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو د قطر سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم وردګ په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي، چې دغه لیدنه پرون سه شنبې د وږي ۳۰ مه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه په دغه لیدنه کې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د بشري، تعلیمي او اقتصادي همکاريو پر دوام ټينګار وشو.

همدارنګه مېرمن لاینز ډاډ ورکړی، چې په ټول هېواد کې د روغتيا او په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره به خپلې همکارۍ جاري وساتي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ځانګړې استازې همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت ته ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره به بشر دوستانه همکارئ دوام ولري.

په غونډه کې د ښوونې او روزنې په برخو کې د همکاريو د دوام ترڅنګ د هيواد په نورو سياسي موضوعاتو هم هر اړخيز بحث وشو د اسلامی امارت لخوا د ملل متحد د کارمندانو د ویزو دمشکلاتو او امنیتی امورو په باب ډاد ورکړل شو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي