۰

د افغانستان د پاورلېپټینګ کمېټې مرستیال د طالبانو له خوا ونیول شو

یکشنبه ۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۱۴
په کابل کې باخبره سرچینې وايي چې د افغانستان د د پاورلېپټینګ کمېټې مرستیال خواجه میرمجاهد طالبانو نیولی دی.
د افغانستان د پاورلېپټینګ کمېټې مرستیال د طالبانو له خوا ونیول شو
په کابل کې باخبره سرچینې وايي چې د افغانستان د د پاورلېپټینګ کمېټې مرستیال خواجه میرمجاهد طالبانو نیولی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، طالب جنګياليو د ثور په لومړۍ نېټه د شنبې په ورځ د کابل ښار د يوولسمې امنيتي حوزې اړوند له خپل کور څخه نيولى دى.

د طالبانو له خوا د ښاغلي مجاهد د نیول کېدو لامل او انګیزه لا نه ده روښانه شوې.

سرچينې زياته کړې، چې خواجه مير مجاهد د پنجشېر ولايت اصلي اوسېدونکى دى او ښايي له همدې امله نيول شوى وي.

باید وویل شي چې خواجه میر تر دې وړاندې هم د طالبانو لخوا نیول شوی و. خو دوه اونۍ وروسته بېرته خوشې شو.

په تېرو دوه نيمو کلونو کې طالبانو په دغه ولايت کې د مقاومت د جبهې د فعاليتونو له امله تل د پنجشېر اوسېدونکي نيولي، زنداني کړي او حتی تري تم کړي دي.

جمهورخبري آژانس
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي