۰

ملابرادر: ښايي ډير ژر د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي

شنبی ۲۷ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۱۵
د افغانستان د اسلامي امارت د رييس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي، ښايي ډېر ژر د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي.
ملابرادر: ښايي ډير ژر د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي
د افغانستان د اسلامي امارت د رييس الوزرا مرستيال ملا عبدالغني برادر ويلي، ښايي ډېر ژر د نجونو ټول ښوونځي پرانيستل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلی برارد چې فراه ولايت ته د خپل سفر پر مهال وينا کوله د جزياتو له ورکولو پرته زیاته کړې، چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو د ټولو ښوونځيو د پرانيستلو لپاره به ښه ګامونه پورته شي.

د ملا برادر دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې د اسلامي امارت د پوهنې وزیر هم په یوه مرکه کې ویلي، چې ډېر ژر به له شپږم پورته د نجونو پر مخ ښوونځي پرانستل شي.

د پوهنې وزارت وايي، د نجونو د ښوونځيو پرانستلو لپاره پوره چمتوالی لري او کله چې د امارت د مشرتابه حکم وشي نو ټول ښوونځي به پرانستل شي.

د ښوونځیو د پرانستل کېدو خبر پر داسې مهال کېږي، چې امریکا هم تازه خبرداری ورکړی، چې که افغانستان کې د نجونو ښوونځیو بندښت دوام وکړي، نو پایلې به یې ناوړې وي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ځل بیا په یوه خبرپاڼه کې له طالبانو غوښتي، چې ټول ښوونځي پرانیزي او په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي