۰
مجاهد:

نور د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې

سی شنبه ۳۰ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۲
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند وايي، نړیوالو ته هېڅ داسې کومه پلمه نه ده پاتې چې نور د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل وځنډوي.
نور د اسلامي امارت د رسمیت نه پېژندلو لپاره هېڅ پلمه نه ده پاتې
د افغانستان د اسلامي امارت مرکزي ویاند وايي، نړیوالو ته هېڅ داسې کومه پلمه نه ده پاتې چې نور د افغانستان د نوي حکومت په رسمیت پېژندل وځنډوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ذبیح الله مجاهد پرون د دوشنبې د وري ۲۹ د کابل هوایي ډګر کې د متحده عربي اماراتو د بشري مرستو د تسلیمولو پرمهال له رسنیو سره په خبرو کې دا څرګندونې وکړې.

ښاغلي مجاهد ویلي، که نړیوال هرڅومره ژر د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني، افغانستان به په سیاسي برخه کې ښه پرمختګ وکړي.

د یادونې ده، چې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه اته میاشتې تېرې شوې، خو لاهم هېڅ هېواد په رسمیت نه دی پېژندلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي