د طالبانو د ډلې د صنایعو او سوداګرۍ وزارت اعلان وکړ چې قزاقستان له دغې ډلې سره د روغتیا په برخه کې دوه ټنه درملو مرستې کړې دي.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د قزاقستان جمهوریت د دولتي او خصوصي سکتور لوړ پوړي پلاوي د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا په موخه د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیال سیریک ژومنګارین په مشرۍ د یوه افغان پلاوي سره وکتل او د قزاقستان نندارتون او سوداګریز کنفرانس پرانسته یې کړه.
طالبانو ویلي چې د روغتیا په برخه کې یې له افغانستان سره ۲ ټنه بشري مرستې کړې دي.
جمهورخبري آژانس