په بامیانو کې د یوه کور د چت د نړېدو له امله د یوې کورنۍ شپږ غړي مړه او ټپیان شوي دي.
په بامیان کې د طالبانو د والي دفتر نن سې شنبه د غوايي په لومړۍ نېټه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا پېښه تېره شپه د دې ولایت مرکز په «دهان خشک» سیمه کې شوې ده.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: دغه کور د وروستيو بارانونو له امله نړيدلى دى.
اعلامیه زیاتوي چې د دې پېښې په قربانیانو کې دوه ښځې او یو سړی شامل دي.
ويل کيږي چې ټپيان د درملنې لپاره د باميانو ولايتي روغتون ته وړل شوي دي.
په همدې حال کې په تېرو څو ورځو کې د سختو بارانونو له امله راوتلو سېلابونو هېوادوالو ته ستر زيانونه اړولي دي.
خبرگزاری جمهور