۰

ملګرو ملتونو له فساد سره د طالبانو د مبارزې ستاینه کړې ده

دوشنبه ۲۳ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۹:۲۷
د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت او ملګرو ملتونو استازو افغانستان کې له اداري فساد سره پر مبارزې او قانون پر حاکمیت خبرې اترې کړې دي.
ملګرو ملتونو له فساد سره د طالبانو د مبارزې ستاینه کړې ده
د افغانستان د اسلامي امارت د حکومت او ملګرو ملتونو استازو افغانستان کې له اداري فساد سره پر مبارزې او قانون پر حاکمیت خبرې اترې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د چارو ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه ادارې د کورنو د ارزونې رییس مولوي عبدالباري عاطف افغانستان کې د ملګرو ملتونو د استازي ولۍ یا یوناما او د ملګرو ملتونو د نشه يی توکو او جرم پر وړاندې د مبارزې دفتر یا یو اېن ډي پي استازو ته ویلي، چې د طالبانو یو اصلي هدف د فساد له منځه وړل دي.

په ورته وخت کې د یوناما استازې مونیکا په خپلو خبرو کې ویلي، چې ملګرو ملتونه د طالبانو څخه د هغه کارونو له امله چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې یې کړي مننه کوي او ستايي یې.

نوموړې د اسلامي امارت استازو ته ډاډ ورکړي، چې ملګري ملتونه به په دې برخه کې له طالبانو سره نوره همکاري هم وکړي.

په ورته وخت د چارو ادارې د فرهنګي چارو رییس مولوي عبدالباقي منصور هم ویلي، نړیواله ټولنه باید د طالبانو د فساد سره د مبارزې او قانون د حاکمیت د کار حقایق درک کړي.

ښاغلي منصور د ملګرو ملتونو استازو ته ډاډ ورکړی، چې طالبان عدالت ته ژمن دي او هغه دوسیې چې ستره محکمه کې دي ټولې به وڅېړل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي