۰

د ښوونځيو تړل: امریکا له افغانستان سره مهم مذکرات لغوه کړل

شنبی ۶ حمل ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۳۰
د افغانستان د اسلامي امارت له لوري له شپږم پورته نجونو ته د زده کړو د نه اجازې په غبرګون کې امریکا له طالبانو سره خپل مهم مذاکرات لغوه کړي دي.
د ښوونځيو تړل: امریکا له افغانستان سره مهم مذکرات لغوه کړل
د افغانستان د اسلامي امارت له لوري له شپږم پورته نجونو ته د زده کړو د نه اجازې په غبرګون کې امریکا له طالبانو سره خپل مهم مذاکرات لغوه کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي د نجونو د ښوونځیو د نه پرانیستلو په غبرګون کې په دوحه کې له نوي افغان حکومت سره پلان شوي مهم مذاکرات ځنډول شوي دي.

رویټرز په یوه راپور کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې په دې مذاکراتو کې د ډېرو مهمو اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کېدلې، چې په هغه کې یو هم د افغانستان بانک د استقلالیت او بله هم د نوو افغانیو د چاپ مسئله وه.

دغه مذاکرات نن او سبا په دوحه کې ترسره کېدل او د رویټز په خبره د افغانستان لپاره خورا مهم وو، خو د افغان حکومت د وروستي اقدام له امله ځنډول شوي دي.

بلخوا د افغان حکومت د بهرنیو چارو وزارت هم تایید کړې چې ټاکل شوې وه، د امیرخان متقي په مشرۍ پلاوی دوحې ته لاړ شي، خو دغه سفر او مذاکرات لغوه شوي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي