۰

مقتي له قطري چارواکو سره سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي

شنبی ۱۰ ثور ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۹
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د قطر هېواد د کورنیو او ټولنیزو چارو پراختیا وزیرې مریم المسند او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.
مقتي له قطري چارواکو سره سره پر ځینو مسایلو خبرې کړې دي
د افغانستان د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي د قطر هېواد د کورنیو او ټولنیزو چارو پراختیا وزیرې مریم المسند او ورسره مل پلاوي سره کتلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د ښاغلي متقي او قطري چارواکو لیدنه او خبرې پرون جمعه د غوايي ۹ مه دوحه کې شوې دي.

سرچینه زیاتوي، ښاغلي متقي په دې لیدنه کې  المسند او ورسره مل پلاوي ته افغانستان ته د راتلو بلنه ورکړه.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، قطري لوري د امیرخان متقي بلنه منلې او پرېکړه شوې، چې راتلونکي کې به افغانستان ته د قطر یو استازی راشي، تر څو په افغانستان کې د قطر هېواد د خیریه بنسټونو دفترونه پرانیزي او بېوزلو سره د مرستو پیلولو ته لار هواره شي.

یاده دې وي چې امیرخان متقي تر دې وړاندې په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریټانیا سفیر هوګیو شارتر او دغه راز له یو شمېر قطري چارواکو سره کتلي و.

متقي له قطري چارواکو سره د ګڼو سیاسي مسایلو ترڅنګ د افغانستان د هوايي ډګرونو پر سر هم خبرې کړې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي