په هرات کې ځايي سرچينې وايي، سېلابونو د هرات-بادغيس لويه لار د ترافيکو پر مخ تړلې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه لويه لاره نن پنجشنبې د ثور په شپږمه د "لامان دره" په سيمه کې د سېلابونو له امله تخريب شوې او د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې د سړک دواړو غاړو ته لسګونه موټر او سلګونه مسافر بند پاتې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو څو اوونيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې سېلابونو د هېواد خلکو ته درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس