د طالبانو تر مدیریت لاندې د هوا پېژندنې ادارې په ۱۹ ولایتونو کې د واورې او باران د ورښت او سیلابونو د احتمال خبرداری ورکړی دی.
دغه رياست نن شنبه د غوايي په لومړۍ نېټه په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې سبا يکشنبه په ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پروان، پنجشېر، بغلان، تخار، بدخشان، کابل، ميدان وردګو، باميان ولايتونو کې د واورې، باران او سېلابونو اټکل کېږي. دایکندي، ارزګان، زابل، غزني، پکتیکا، خوست، پکتیا او لوګر وړاندوینه شوې ده.
د اعلامیې پر بنسټ، په بېلابېلو سیمو کې د واورې اندازه له ۱۵ تر ۳۰ سانتي مترو پورې او د باران اندازه د ۱۵ او ۳۰ ملي مترو ترمنځ اټکل شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو ورځو کې د هېواد ډېری ولایتونه د واورې او بارانونو شاهد وو.
جمهورخبري آژانس