د طالبانو د صنایعو او سوداګرۍ وزارت په هیواد کې د کالیو وینځلو د واسیلینو په تولید بندیز ولګاوه.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د وینځلو د واسیلین کارول د پوستکي د بېلابېلو ناروغیو، الرجي او نورو مزمنو ناروغیو لامل کېږي.
په اعلامیه کې د کالو مینځلو واسیلین ټولو تولیدونکو ته ویل شوي چې د ښاریانو د روغتیا ساتنې په خاطر دې د جلا محصولاتو له تولید څخه ډډه وکړي، که نه نو له قانوني چلند سره به مخ شي.
د سوداګرۍ وزارت هم له هېوادوالو غوښتي، چې د دغو صنایعو له کارولو ډډه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
خبرگزاری جمهور