۰

ننګرهار کې ترافیکي پېښه: یو کس مړ شو

سی شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۱:۳۸
د ننګرهار ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى.
ننګرهار کې ترافیکي پېښه: یو کس مړ شو
د ننګرهار ځايي سرچينې وايي، چې په دغه ولايت کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن وژل شوى او يو بل ټپي دى.

د جمهور آژآنس د خبر له مخې سرچینې ویلي، دغه پېښه نن (د غوايي ۱۸ مه) د ننګرهار ولایت د بهسودو ولسوالۍ د اخندزاده صاحب په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دا دقيقه پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې يو هندي رېکشا اوښتى، چې له امله يې يو تن مړ او بل ټپي شوى دى.

ځايي چارواکي وايي، چې له ترافيکي پېښې وروسته ټپي شوى تن روغتون ته لېږدول شوى دى.

د دغه ولايت سيمه ييز مسوولين وايي، رېکشا چلوونکى د پېښې له ځايه په تېښته بريالى شوى او د دغه کس د نيولو هڅې روانې دي.

جمهور خبري آژانس 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي