په خوست ولايت کې دولتي سرچينې وايي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولايت يو مشهور ليکوال او شاعر نيولى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، ښاغلى ريان له يوې اونۍ راهيسې د طالبانو د استخباراتي کړيو له خوا نيول شوى او بندي دى.
سرچینې زیاتوي، چې تر دې مهاله د ښاغلي ریان د برخلیک په اړه معلومات نه لري.
د ښاغلي ریان د نیول کېدو لامل لا هم معلوم نه دی. خو په تېر يو نيم کال کې شاعران او ليکوالان د خپلو ليکنو او په تېره بيا د طالبانو په اړه د خپلو شخصي نظريو د څرګندولو له امله نيول شوي او بنديان شوي دي.
خبرگزاری جمهور