په پروان کې باخبره سرچينې وايي چې په دغه ولايت کې يو سيمه ييز خبريال د طالبانو د استخباراتو له خوا نيول شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه خبريال نوم ندا محمد نوري دى او د افغانستان له ملي تلويزيون سره يې کار کاوه.
سرچينې زياته کړې، چې ښاغلی نوري دوه ورځې وړاندې د پروان ولايت په مرکز چاريکارو ښار کې د وسله والو طالبانو د استخباراتي کړيو له خوا نيول شوى و.
د طالبانو له خوا د ښاغلي نوري د نیولو لامل لا نه دی روښانه شوی.
دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د افغانستان له واکه تر لاسه کولو وروسته په سلګونو خبریالان ګواښلي، نیولي، شکنجه کړي او زنداني کړي دي.
جمهورخبري آژانس