د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د فوټبال نړیوال جام ته له رسېدو وروسته د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له خوا په دېرشم ځای کې ده.
د فیفا فدراسیون د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۷مه د لومړي ځل لپاره د فوټسال نړیواله درجه بندي اعلان کړه.
د دې درجه بندۍ پر بنسټ د افغانستان د ښځو ملي لوبډله په نړۍ کې ۴۸م ځای لري.
په دې درجه بندۍ کې د نارینه وو په برخه کې د برازیل، پرتګال، هسپانیې، ایران او ارجنټاین د فوټسال ملي لوبډله په ترتیب سره د نړۍ پنځه غوره لوبډلې دي.
د ښځو په برخه کې د برازیل، هسپانیې، پرتګال، ارجنټاین او کولمبیا ملي لوبډلې د نړۍ پنځه غوره لوبډلې دي.
په همدې حال کې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په دې وروستیو کې د اسیایي هېوادونو د فوټسال په سیالیو کې پنځم مقام خپل کړ او په ازبکستان کې د فوټسال نړیوال جام ته یې لار وموندله.
خبرگزاری جمهور