په تخار ولایت کې عامه سرچینو تایید کړې، چې په دغه ولایت کې د پخواني حکومت د ملي امنیت دوه کارکوونکي د طالبانو له لوري نیول شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملي امنيت دغه دوه کارکوونکي چې محمد عثمان او سميع الله نومېږي، تېره ورځ د تالقانو ښار اړوند د چشمه شير له کلي څخه د وسله والو طالبانو له خوا نيول شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې محمد عثمان د بنګي ولسوالۍ د امنيت امر او سميع الله په تېر حکومت کې د ملي امنيت په رياست کې د کارمند په توګه کار کاوه.
د طالبانو له خوا د دغو دوو کسانو د نيولو لامل تر اوسه نه دى روښانه شوى.
خو؛ د یوناما د راپور پر بنسټ، طالبانو په څه دپاسه دوه نیمو کلونو کې د دغې ډلې د مشر د عمومي عفوې سربیره، د تیر حکومت په سلګونو مامورین او عسکر نیولي، شکنجه کړي او یا یې وژلي دي.
جمهورخبري آژانس