۰
امریکايي رسنۍ:

د افغانستان او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي

دوشنبه ۹ حوت ۱۴۰۰ ساعت ۰۷:۵۷
امریکايي رسنۍ وايي، افغانستان کې د بایډن ماتې او دغه راز د دغه هېواد او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي او د هغه محبوبیت یې کم کړی دی.
د افغانستان او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي
امریکايي رسنۍ وايي، افغانستان کې د بایډن ماتې او دغه راز د دغه هېواد او اوکراین وضعیت پر بایډن فشارونه ډېر کړي او د هغه محبوبیت یې کم کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو ټینګار کړي، له هغې وروسته چې بایډن په افغانستان کې امریکا له شرم او ماتې سره مخ کړه، د نوموړي محبوبیت په امریکا کې کم شوی دی.

سرچینې زیاته کړې، چې په هر سیاسي مجلس کې د ولسمشر جوبایډن پر واکمنۍ سختې نیوکې روانې دي.

امریکايي سیاستوال په دې باور دي چې بایډن د امریکا یو ناکام ولسمشر دی، چې لومړی یې امریکا په افغانستان کې له ماتې او شرم سره مخ کړه او اوس د هغه د بې کفایتۍ له امله روسیې پر اوکراین برید وکړ.

امریکايي رسنۍ وایي څومره چې په افغانستان کې وضعیت ترینګلی کېږي دومره په امریکا کې پر بایډن فشارونه او نیوکې ډېرېږي.

له دې سره جوخت د اوکراین کړکېچ هم بایډن له سختو فشارونو سره مخ کړی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي