۰

د امریکا نوی دفاع وزیر له افغانستان د ځواکونو د وتلو پرېکړه بیا ارزوي

چهارشنبه ۸ دلو ۱۳۹۹ ساعت ۰۸:۲۱
امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا متحده ایالتونو نوی دفاع وزیر لوید آسټن له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي.
د امریکا نوی دفاع وزیر له افغانستان د ځواکونو د وتلو پرېکړه بیا ارزوي
امریکايي رسنۍ وايي، د امریکا متحده ایالتونو نوی دفاع وزیر لوید آسټن له افغانستان د امریکايي ځواکونو د ایستلو پر پرېکړه بیا کتنه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه رسنیو زیاته کړې، چې نوموړی نه یوازې له افغانستانه بلکې له عراق څخه به هم د امریکايي سرتېرو د شمېر او وضعیت په اړه ارزونه وکړي.

د امریکا په دفاع وزارت کې سرچینو ویلي آسټین غواړي د ټرمپ دا پرېکړه هم و ارزوي چې د خپل واک په وروستیو ورځو کې یې له افغانستان او عراق د سرتېرو د ایستلو امر ورکړ.

د امریکا د دفاع وزارت ویاند هم رسنیو ته ویلي چې په رسمي توګه په دې اړه اقدام نه دی شوی، خو د پنټاګون نوې اداره به ارو مرو د سرتېرو د وضعیت په اړه خپله ارزونه ولري.

نوموړي ویلي، چې د بایډن نوې اداره به هر څه په دقیقه توګه ارزوي، په اړه به یې پرېکړه کوي او د امریکا د امنیت لپاره به هر اړخیزې هڅې کوي.

له افغانستان د امریکايي سرتېرو د شمېر کمولو او وضعیت بیا ارزولو خبره پر داسې مهال کېږي، چې د بایډن د ادارې د ملي امنیت سلاکار او بهرنیو چارو وزرت نوماند ویلي، چې د بایډن اداره به له طالبانو سره د امریکا د دوحې شوې هوکړه هم له سره و ارزوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي