۰

د کابل په لوېدیځ کې پر یوه موټر چاودنه شوې. طالبان: ۴ تنه مړه او ټپیان شول

یکشنبه ۲ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۸:۰۸
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل په لوېدیځ کې په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ټپیان دي.
د کابل په لوېدیځ کې پر یوه موټر چاودنه شوې. طالبان: ۴ تنه مړه او ټپیان شول
د کابل د امنیې قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، د کابل په لوېدیځ کې په یوه موټر کې د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او ټپیان دي.

دغه چاودنه د شنبې په ورځ د غوايي په لومړۍ نېټه د کابل ښار د درېیمې امنیتي حوزې اړوند د ګولايي دواخانې په سیمه کې د یوه مرسیډیز ډوله موټر په مټ شوې ده.

ځدراڼ وويل، چې چاودنه په موټر کې د ځاى پر ځاى شوي ماين له امله شوې، چې په ترڅ کې يې موټر چلوونکى وژل شوى او درې نور ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

ځينې عيني شاهدان وايي، چې په دې چاودنه کې د مرګ ژوبلې شمېر ښايي تر هغه زيات وي، چې طالبان يې اعلانوي.

د دوی په وینا طالبان معمولاً له چاودنو وروسته ځای محاصره کوي او اجازه نه ورکوي چې د پېښې دقیق راپور رسنیو ته خپور شي.

  تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

خو؛ تر دې وړاندې داعش ډلې د دا ډول چاودنو پړه پر غاړه اخیستې ده.

د یادولو وړ ده چې د کابل لویدیځه سیمه چې زیاتره پکې هزاره ګان او شیعه ګان میشت دي تل د داعش ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه د ترهګریزو بریدونو سره مخامخ شوي دي.

خبرگزاری جمهور
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي