د بدخشان سیمه ییزې سرچینې وايي، د دغه ولایت له تخار سره د دې ولایت لویه لار د سیلابونو د راوتلو او ویجاړېدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د سېلابونو د راوتلو له امله دغه لويه لاره نن د ثور په ١٦مه له سهار راهيسې د ترافيکو پر مخ تړل شوې ده.
ویل کیږي، چې د بدخشان – تخار لویه لار د فرخار میدان په دره کې د سیلابونو له امله ویجاړه شوې او د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
په همدې حال کې په هېواد کې وروستیو اورښتونو د هېواد د بېلابېلو ولایتونو اوسېدونکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.
جمهورخبري آژانس