پنجشیر ولایت کې سیمه ییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د طالبانو د محکمې له خوا یو سړی او یوه ښځه د "زنا" په تور په عام محضر کې په دورو وهل شوي دي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه سړى او ښځه د ثور په ١٥مه د طالبانو د محکمې له خوا هر يو ٣٩ ځلې په وهلو محکوم شول.
سرچينې زياته کړې، چې دغه دوه کسان په درېيو زندانونو هم محکوم شوي دي.
په همدې حال کې د طالبانو له خوا تورن ته د جسمي سزا ورکول د بشري حقونو د سازمانونو له پراخو غبرګونونو سره مخامخ دي. خو دغه ډله د هغه پر پلي کېدو ټينګار کوي.
جمهورخبري آژانس