د افغانستان د خلکو فدرالي شورا وايي، په بدخشان کې ولسي لاريونونه د طالبانو له «ظالم او توکميز رژيم» څخه د خلکو د ناخوښۍ يوه بېلګه ده.
دغې جرګې نن یکشنبه د ثور په ۱۶مه، د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د بدخشان اوسېدونکو د دې ظالمې ډلې پر ضد لاریون وکړ او د بې وزلۍ او محرومیت په اوج کې یې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د دغې غونډې په وینا «ظلم، جبر، بې عدالتي، استبداد، زورواکي، قومي استبداد، د خلکو د هویت، عزت او ناموس تر پښو لاندې کول د طالبانو د رژیم پر ضد د بدخشان د خلکو د اعتراضونو اصلي لاملونه دي.»
فدرالانو ټینګار وکړ، تر څو چې فدرالي نظام رامنځته نه شي او په پایله کې یې د سیمې خلک خپلې چارې په خپله اداره نه کړي، د پرېکړو او عمل واک ونه لري او واک او شتمني په عادلانه توګه ونه وېشل شي. د حقوقو د تحقق، د عدالت د زده کړې او د آزادۍ د خوندي کولو امکانات شتون نه لري.
د يادونې وړ ده، چې د بدخشان د درېيو ولسواليو درايم، ارګو او جرايمو اوسېدونکو له درېيو ورځو راهيسې د وسله والو طالبانو پر ضد لاريون کړى او دغه ډله يې د خپل شخصي حريم په سرغړونې تورنه کړې ده.
دغه لاريونونه وروسته له هغه پيل شول، چې وسله والو طالبانو د درايم ولسوالۍ يو اوسېدونکی وواژه.
طالبانو هم په دغو دریو ولسوالیو کې پر مظاهره کوونکو په مستقیمو ډزو سره یو شمېر کسان وژلي او ټپیان کړي دي.
خبرگزاری جمهور