د روسیې د دفاع وزیر سرګي شویګو وايي، د طالبانو تر واک لاندې افغانستان د منځنۍ اسیا هېوادونو لپاره اصلي ګواښ دی.
شیګو د قزاقستان په پلازمېنه استانه کې د شانګهای د همکاریو سازمان د غړو هېوادونو د دفاع وزیرانو په غونډه کې وویل چې نړیوالو ترهګرو ډلو د بې ثباته او نامشروع سیاسي وضعیت له امله په افغانستان کې پناه اخیستې ده.
نوموړي همداراز ټینګار کړی، چې امریکا له افغانستانه تر وتلو وروسته منځنۍ او جنوبي اسیا ته د نفوذ هڅه کوي.
د هغه په وينا، په سيمه کې د امريکا د پوځي بنسټونو جوړول د شانګهاى د همکاريو د سازمان د غړو هېوادونو د ثبات لپاره مستقيم ګواښ دى.
شایګو دې ته په اشارې سره چې امریکا هڅه کوی د اسیا- پاسیفیک په سیمه کې د خپل تسلط لپاره نوی امنیتی نظام نافذ کړی.
هغه په ځانګړې توګه په سیمه کې د "رنګ انقلابونو" هڅو ته اشاره وکړه او د یو داسې سیسټم رامینځته کول یې وغوښتل چې د ټولو یوروشیا هیوادونو امنیت په مساوي توګه تضمین شي.
جمهورخبري آژانس