۰

اوچا: له ۲۲ میلیونه افغانانو سره مرسته کوو

شنبی ۱۸ جدی ۱۴۰۰ ساعت ۱۳:۳۹
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د دوی بشري مرستې د خلکو اړتیاوو او زیان­ګاللو ته په پام سره خلکو ته رسول کېږي.
اوچا: له ۲۲ میلیونه افغانانو سره مرسته کوو
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وايي، په افغانستان کې د دوی بشري مرستې د خلکو اړتیاوو او زیان­ګاللو ته په پام سره خلکو ته رسول کېږي.

د جمهور خبري آژانس خبر له مخې د یادې ادارې مشرې ایزابیل موسارد کارلسن ویلي، د مرستندویو ادارو هدف دا دی څو په ۲۰۲۲م زیږدیز کال کې په افغانستان کې تر ۲۲ میلیونو له ډېرو کسانو سره مرسته وشي.

په داسې حال کې چې ژمی روان دی او ځینې سیمې د سېلابونو له کبله ځپل شوي، په افغانستان کې ګڼ کسان کافي خواړه نه لري. د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر په یوه ویډیويي پیغام کې له مرستندویو ادارو او هېوادونو غوښتنه وکړه چې افغانان په بشري مرستو کې له یاده ونه باسي.

د خوړو نړیوال پروګرام ویلي، د دې لپاره چې روان کال وکړای شي له افغانانو سره د خوړو مرسته وکړي، په میاشت کې ۲۲۰ میلیونو ډالرو ته اړتیا لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي