د افغانستان د ملي مقاومت جبهه وايي، د دوی ځواکونو په کابل کې په یوه وسله وال برید کې د دغې ډلې څلور غړي وژلي او ټپیان کړي دي.
دغې جبهې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د پنجشنبې په ورځ سهار ۷:۴۵ دقیقې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې اړوند د هودخېلو په سیمه کې د دوی ځواکونو د طالبانو په پوسته برید وکړ.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې بريدکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د دغې ډلې دوه تنه نور جنګيالي ټپيان شول.
د مقاومت جبهې زياته کړه چې په دې بريد کې د دوى ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
باید وویل شي، چې په دې وروستیو کې د طالبانو پر وړاندې د مقاومت او ازادۍ جبهې بریدونه په ځانګړې توګه په کابل کې زیات شوي دي.
جمهورخبري آژانس