د طالبانو ډلې د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ترکمنستان اقتصادي پلاوی کابل ته راغلی دی.
دغه وزارت تېره شپه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ترکمنستان د جمهوري ریاست د لوړ پوړي پلاوي د سفر هدف د طالبانو او د جمهوري ریاست د پلاوي ترمنځ د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا ده.
طالبانو ویلي چې په راتلونکو ورځو کې به د افغانستان، ترکمنستان او قزاقستان ترمنځ د سیمه ییز اتصال او د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه درې اړخیزه غونډه جوړه شي.
وسله والو طالبانو دا نه ده څرګنده کړې، چې دغه درې اړخیزه ناسته به چېرته کېږي.
جمهورخبري آژانس